د هسپانیې بهرنی وزیر: طالبان به هېڅکله په رسمیت ونه پېژنو
د هسپانیې بهرني وزیر په مادرید کې افغان ښځینه فعالانو ته وویل چې هېواد یې طالبان په رسمیت نه پېژني او غواړي جنسیتي اپارتاید د بشریت ضد جنایت وګڼل شي
ښځې | د هسپانیې بهرني وزیر په مادرید کې افغان ښځینه فعالانو ته وویل چې هېواد یې طالبان په رسمیت نه پېژني او غواړي جنسیتي اپارتاید د بشریت ضد جنایت وګڼل شي
دیدهبان | ۲ لیندۍ ۱۴۰۵ — د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خوزې مانویل آلبارېس د دوشنبې په ورځ، د لیندۍ پر ۲مه (۲۳ نومبر)، په مادرید کې د افغان ښځینه فعالانو په یوه غونډه کې وویل چې هېواد به یې د طالبانو حکومت هېڅکله په رسمیت ونه پېژني.
د «زموږ غږ واورئ» په نوم دا څلورمه غونډه ده چې د هسپانیې د بهرنیو چارو وزارت یې د «ښځې د افغانستان لپاره» بنسټ سره یوځای په خپله ودانۍ کې جوړوي. سږکالنۍ غونډه د یکشنبې په ورځ، د لیندۍ پر ۱مه، پیل شوه.
آلبارېس د افغان ښځو او نجونو وضعیت «جنسیتي اپارتاید» وباله او ویې ویل چې نن ورځ په نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو درنه سرغړونه همدا ده. د هغه په وینا، د افغان ښځو حقونه باید په سیاسي معامله کې ونه پلورل شي او طالبان باید ځواب ووايي.
هغه وویل چې هسپانیه به د بشریت ضد جنایتونو د کنوانسیون په راتلونکو خبرو اترو کې هڅه وکړي چې جنسیتي اپارتاید پکې شامل شي. هسپانیې د افغانستان په اړه د نوي خپلواک تحقیقاتي میکانیزم د پیل لپاره پیسې هم ورکړې دي.
د جنسي تاوتریخوالي په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې پرامیلا پاتن په همدې غونډه کې وویل چې بل هېڅ هېواد یوازې د جنسیت له امله پر خپلو نیمو خلکو داسې بندیزونه نه دي لګولي. د هغې په خبره، دا کارونه کېدای شي د بشریت ضد جنایت وي.
د «ښځې د افغانستان لپاره» بنسټ مشرې او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي وویل چې د خواخوږۍ وخت تېر شوی. «له دفاع او ملاتړ ستړې شوې یو؛ اوس د عمل وخت دی.»
طالبانو تر اوسه د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خبرو ته غبرګون نه دی ښودلی.
انځور: ښځې د افغانستان لپاره (Women for Afghanistan)