د افغان ښځو هنري آثار د استرالیا پارلمان مخې ته نندارې ته ږدل کېږي
د افغانستان د ښځو او نجونو هنري آثار به د لیندۍ په ۴مه په کانبرا کې د استرالیا پارلمان مخې ته نندارې ته کېښودل شي، بیا به سیډني او ملبورن ته ولاړ شي
ښځې | د افغانستان د ښځو او نجونو هنري آثار به د لیندۍ په ۴مه په کانبرا کې د استرالیا پارلمان مخې ته نندارې ته کېښودل شي، بیا به سیډني او ملبورن ته ولاړ شي
دیدهبان | ۲۹ لړم ۱۴۰۵ — د بښنې نړیوال سازمان (امنسټي انټرنشنل) د استرالیا څانګه وايي، د افغانستان د ښځو او نجونو هنري آثار به د چهارشنبې په ورځ، د لیندۍ په ۴مه (۲۵ نومبر)، په کانبرا کې د پارلمان د اصلي دروازې مخې ته نندارې ته کېښودل شي.
د نندارتون نوم «زموږ له نظره: د افغانستان د ښځو او نجونو هنر» دی. دې سازمان د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا آثار د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو ژوند ښيي. پروګرام به له ویناوو او د پارلمان له غړو او خبریالانو سره له لیدنو پیل شي، بیا به نندارتون ټولو ته پرانیستل شي.
د دې سازمان کمپاینر ذکي حیدري له استرالیا حکومته غوښتي چې طالبان ځواب ویلو ته اړ کړي او د هغو نړیوالو مېکانیزمونو ملاتړ وکړي چې د طالبانو د بشري حقونو سرغړونې څېړي او تعقیبوي.
د لیندۍ ۴مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ ده. د جنسیتي تاوتریخوالي پر ضد ۱۶ ورځنی کمپاین له همدې ورځې د لیندۍ تر ۱۹مې (۱۰ ډسمبر) پورې دوام کوي. نندارتون به وروسته د لیندۍ له ۶مې تر ۱۹مې په سیډني او له ۸مې تر ۱۳مې په ملبورن کې جوړ شي.
دې سازمان تېره اونۍ هم له استرالیا غوښتي وو چې په نړیوال قانون کې «جنسیتي اپارتاید» په رسمیت وپېژني. په پاریس کې ښاري شورا پدې اونۍ کې افغان ښځو ته افتخاري تابعیت ورکړ.
انځور: د بښنې نړیوال سازمان