د آذربایجان محکمې پنځه افغان کډوال په بند او شړلو محکوم کړل
د آذربایجان په سویل کې د آستارا سیمې محکمې پنځه افغان کډوال چې له ایرانه یې پوله اوښتې وه، په یو کال او اتو میاشتو بند او وروسته شړلو محکوم کړل
بشري حقونه | د آذربایجان په سویل کې د آستارا سیمې محکمې پنځه افغان کډوال چې له ایرانه یې پوله اوښتې وه، په یو کال او اتو میاشتو بند او وروسته شړلو محکوم کړل
دیدهبان | ۳ لیندۍ ۱۴۰۵ — د آذربایجان جمهوریت په سویل کې د آستارا سیمې محکمې سهشنبه، د لیندۍ پر ۳مه، پنځه افغان وګړي د پولې د غیرقانوني اوښتو په دوسیه کې هر یو په یو کال او اتو میاشتو بند محکوم کړل.
د محکمې د حکم له مخې، دا پنځه کسان به د بند له پوره کېدو وروسته له آذربایجانه وشړل شي. د دې دوسیې قاضي امین قلياف حکم اعلان کړ.
د آذربایجان د پولې د دولتي خدمت پولهساتو دوی په آستارا کې هغه مهال نیولي وو چې له ایرانه یې د آذربایجان خاورې ته د ننوتو هڅه کوله.
حکم د آذربایجان د جزا قانون د ۳۱۸.۲ مادې پر بنسټ صادر شو. دا ماده د پولې غیرقانوني اوښتل هغه وخت درانه جرم بولي چې په ډلهییز ډول او له مخکې جوړې پرېکړې سره، د یوې ډلګۍ له لارې، یا په زور او ګواښ ترسره شي.
انځور: د آذربایجان د پولې دولتي خدمت