طالبان وايي په ننګرهار کې یې ۱۲۴۸ د موسیقۍ آلې سوځولې دي
د طالبانو د امر بالمعروف اداره وايي د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې یې ۱۲۴۸ د موسیقۍ آلې او یو شمېر کېسټونه سوځولي دي. دا خبر لا د نورو سرچینو له خوا نه دی تایید شوی.
بشري حقونه | د طالبانو د امر بالمعروف اداره وايي د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې یې ۱۲۴۸ د موسیقۍ آلې او یو شمېر کېسټونه سوځولي دي. دا خبر لا د نورو سرچینو له خوا نه دی تایید شوی.
دیدهبان | ۶ لیندۍ ۱۴۰۵ — د طالبانو د امر بالمعروف اداره وايي چې د دې ادارې کارکوونکو د ننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې ۱۲۴۸ د موسیقۍ آلې او یو شمېر د سندرو کېسټونه راټول کړي او اور ته یې اچولي دي.
دې ادارې د دې کار موخه د ناوړه دودونو مخنیوی او د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا بللې ده.
د طالبانو د امر بالمعروف قانون، چې د ۱۴۰۳ کال په زمري کې خپور شو، د موسیقۍ غږول منع کړي دي.
دا خبر لا د نورو سرچینو له خوا نه دی تایید شوی.
تزئیني انځور: د طالبانو د امر بالمعروف وزارت (په ۱۴۰۲ کال کې د موسیقۍ آلو سوځول)