رفتن به محتوای اصلی

طالبان: په بلخ کې د ښځو د نومونو بندیز نشته

د افغانستان په بلخ ولایت کې د طالبانو چارواکو او د عدلیې وزارت هغه راپور رد کړ چې ګواکې روغتونونو ته ویل شوي د ښځینه ناروغانو د نوم پر ځای «بي‌بي» ولیکي

ښځې | د افغانستان په بلخ ولایت کې د طالبانو چارواکو او د عدلیې وزارت هغه راپور رد کړ چې ګواکې روغتونونو ته ویل شوي د ښځینه ناروغانو د نوم پر ځای «بي‌بي» ولیکي

دیده‌بان | ۷ لیندۍ ۱۴۰۵ — د بلخ د طالب والي ویاند او د طالبانو د عدلیې وزارت ویاند شنبه، د لیندۍ پر ۷مه، وویل چې روغتونونو او روغتیايي مرکزونو ته داسې امر نه دی شوی چې د ښځو اصلي نومونه ونه لیکي.

د بلخ د والي ویاند حاجي زید افغانستان انټرنشنل ته وویل چې دا راپور «ناسم» دی او د والي دفتر داسې امر نه دی ورکړی. د عدلیې وزارت ویاند برکت‌الله رسولي دا خبره «اوازه» وبلله.

دا ادعا لومړی د لړم پر ۲۱مه (۱۲ نومبر) د زن ټایمز په یوه راپور کې راغله چې د ګارډین ورځپاڼې په همکارۍ خپور شو. د دې رسنۍ په وینا، د امر بالمعروف چارواکو د ښار دولتي او خصوصي روغتونونو او کلینیکونو ته ویلي وو چې د ښځینه ناروغانو د نوم پر ځای «بي‌بي» وکاروي، حتی په نسخو کې.

دا راپور همدا اونۍ بیا په ټولنیزو او بهرنیو رسنیو کې خپور شو. دیده‌بان د همدې راپور بله برخه، نارینه ډاکټرانو ته د ښځو د درملنې بندیز، مخکې خپره کړې وه. د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې هم د لړم پر ۲۹مه (۲۰ نومبر) وویل چې د طالبانو بندیزونه افغانې ښځې له درملنې لرې ساتي.

نقشه: د افغانستان د مسیحیانو دیده‌بان